د شمالي‌ او سویلي کوریا ترمنځه یو ځل بیا اړیکي‌ ترینګلي‌ شوي‌ دي.

شمالي‌ کوریا نن د دواړو کوریاګانو ترمنځه د ارتباط د دفتر ودانۍ والوزوله.

1436938
د شمالي‌ او سویلي کوریا ترمنځه یو ځل بیا اړیکي‌ ترینګلي‌ شوي‌ دي.

 

سویلي‌ کوریا نن اعلان وکړ چې شمالي کوریا د دواړو کوریاګانو ترمنځه د ارتباط د  مرکز ودانۍ والوزوله. ویل کیږي‌ دا ودانۍ د شمالي کوریا د کایسونګ په ښار کې موقعیت درلود.

شمالي کوریا یو څه موده مخکې د سویلي‌ کوریا لخوا شمالي‌ کوریا ته د تبلیغاتي‌ پاڼو یا بروشورونو د ګوزارولو له امله سویلي‌ کوریا د دواړو کوریاګانو ترمنځه د هر ډول ارتباطاتو د پرې کولو ګواښ کړی وو.

همداشان د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور د دواړو کوریاګانو پولې ته د زرګونو تنو سرتیرو د راستولو او په ځای په ځای کولو امر کړی وو.

ددې سره نن شمالي‌ کوریا د دواړو کوریاګانو ترمنځه د ارتباط د دفتر مرکز والوزو.

د بله پلوه بعضې شننونکي‌ پدې اند دي‌ چې پدې وروستیو کې د شمالي او سویلي کوریا ترمنځه په اړیکو کې د ترینګلیتا لامل یواځې تبلیغاتي‌ پاڼې یا بروشورونه ندي. سویلي‌ کوریا د امریکا لخوا په شمالي کوریا د لګول شوو بندیزونو له امله د شمالي کوریا سره په ګډو اقتصادي‌ پروژو  د ګډون نه کولو او په ګډه د کار نه کولو له امله شمالي کوریا ناهیلی کړی او غصه کړی دی.

همداشان د شمالي‌ کوریا د سویلي‌ کوریا سره د اړیکو د ښه خرابیدو نه وروسته د دواړو کوریا ګانو ترمنځه بې طرفه سیمې ته د سرتیرو د استولو ګواښ کړی دی.



اړوند خبرونه