د هند او چین د پوله ساتو ترمنځه نښته شوې

د هندي‌ او چینايي پوله ساتونو ځواکونو ترمنځه د دواړو هیوادونو په پوله کې نښته شوې ده .

1436929
د هند او چین د پوله ساتو ترمنځه نښته شوې

 

د لداخ د ګالون په وادي کې د هندي او چینایي ځواکونو ترمنځه په نښته کې یو تن هندي‌ افسر او دوو تنو هندي‌ سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هندي‌ مقاماتو پدې نښته کې د هندي‌ سرتیرو ځاني‌ تلفات تایید کړي‌ دي‌او ویلي‌ دي‌ چې پدې نښته کې د دواړو خواوو ترمنځه وسله نده کارول شوې. هیڅ ډزه هم  نده شوې.

د هندوستان د خبري رسنیو د خبر له مخې هندي سرتیرو په سیمه کې د چینايي ځواکونو سره هغوې د LAC سیمې ته د په شا کولو په خاطر  نښته کړې ده. ویل کیږي‌ دواړو خواوو په نښته کې د تیګو، اوسپینزو ډنډو او داسې نورو شیانو نه کار اخیستی دی.

ویل کیږي پدې نښته کې یو تن هندي‌ ډګروال او دوه تنه سرتیري‌ وژل شوي‌ دي. د بله پلوه پدې نښته کې د ۱۱ تنو نورو سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د ویلو ده چې د هند او چین د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه د وروستي‌ ځل لپاره نښته په ۱۹۷۵ میلادي‌ کال کې هلته رامنځته شوې وه چې د چینايي سرتیرو لخوا ۴ تنه هندي‌ سرتیري وژل شوي‌ وو.

د هند پوځ نن سې شنبه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " د ګالوان په وادي‌ کې د ډزبند د پروسې په جریان کې پرون ناوخته د هندي‌ او چینایي سرتیرو ترمنځه نښته شوې ده چې دواړو خواوو ته پکې ځاني‌ تلفات اوښتي دي. پدې نښته کې یو تن هندي‌ افسر او دوو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی. ددې پرمختګ نه وروسته د دواړو هیوادونو جګپوړي‌ پوځي‌ چارواکي‌ د حالاتو قابو کولو په خاطر سره د تماس په حال کې دي‌ او غونډې کوي."


پيوندونه: #نښته , #هند , #چین

اړوند خبرونه