په امریکا کې د وروستیو مظاهرو د سمبول جورج فلویډ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

په امریکا کې د پولیسو لخوا د وژل شوي تورپوستي‌ جورج فلویډ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

1433038
په امریکا کې د وروستیو مظاهرو د سمبول جورج فلویډ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

 په امریکا متحده ایالتونو کې د سپین پوستو‌ پولیسو لخوا وژل شوي‌ تور پوستي‌ جورج فلویډ جنازه د تکزاس ایالت اړوند د هیوستون په ښار کې د خپلې کورنۍ او نږدې خپلوانو په ګډون د وروستي ځل لپاره د جنازې د مراسمو نه وروسته خاورو ته وسپارل شوه.

ویل کیږي د فلویډ جنازه د هغه د مور د قبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شوه.

د فلویډ د جنازې په مراسمو کې د امریکا پخواني‌ ولسمشر مرستیال او د ولسمشرۍ نوماند جو بایدن د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو. د ویلو ده چې باید یو څه موده مخکې په پټه توګه هیوستون ښار ته سفر کړی وو او هلته يي د فلویډ د کورنۍ سره لیدنه کړې وه.

بایدن په خپله وینا کې وویل تر کله چې د جورج فلویډ لپاره عدالت پر ځای شي پوه شۍ چې امریکا د توکمیز عدالت پر لورې روانه شوې ده .

همداشان د هیوستون د ښار ښاروال بیا په خپله وینا کې وویل چې په خپل ښار کې به د پولیسو لخوا د شکمنو کسانو د نیولو پر مهال د هغوې په ستونو د ګونډو ایښود او یا د هغوې ستونو ته د فشار ورکولو صلاحیت د لمنځه وړو امر به لاسلیک کړي.

هغه وویل چې ددینه وروسته د پولیسو لخوا په شکمنو د ډزو نه مخکې هغوې ته د خبرداري ورکولو مسئله به اجباري او شرط وګرځوي.

په امریکا کې د پولیسو د شدت او توکمیز تبعیض پر خلاف د غبرګونونو په سمبول بدل شوي‌ فلویډ لپاره د جنازې لومړني مراسم د تیرې پنجشنبې په ورځ د مینیاپولیس په ښار کې چیرته چې وژل شوی وو جوړ شول. همداشان د جنازې دویم مراسم د تیرې خالي په ورځ د هغه د زیږیدنې ښار په شمالي کارولینا کې جوړ شول. همداشان د جنازې دریم او وروستي‌ مراسم بیا د هغه تکزاس ایالت د هیوسټون په ښار کې جوړ شول او وروسته يي جنازه خاورو ته وسپارل شول.

ویل کیږي‌ د هغه د جنازې نه په زرګونو تنه لیدنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې ۴۶ کلن جورج فلویډ د مې د میاشتې په ۲۵ مه نیټه د مینیاپولیس په ښار کې د پولیسو لخوا د نظارت لاندې د نیول کیدو پر مهال د پولیسو د شدت له امله ووژل شو.

سپین پوستو پولیسو د هغه د نیولو پر مهال هغه په مځکه  پرې باسه او په ستوني يي‌ ورته ګونډه کیښوده. پولیس د ۸ دقیقو او ۴۶ ثانیو لپاره د هغه په ستوني‌ ګونډه ایښې وه چې په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړ. د فلویډ د وژنې ویدیو چې د شاوخوا خلکو لخوا ثبت شوې وه په رسنیو او ټولنیزې مډیا کې د خپریدو نه وروسته په هیواد کې د توکمیز تبعیض پر خلاف ډیر سخت غبرګونونه وپارل . په امریکا کې د تیرو ۲ اونیو راهیسې ډیرې سترې مظاهرې دوام لري. مظاهره کوونکي‌ د عدالت او پولیسو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.



اړوند خبرونه