په امریکا متحده ایالتونو کې په یوې پوځي هډې وسله وال برید شوی دی.

د امریکا د شمالي‌ داکوټای په ایالت کې د هوايي‌ ځواکونو پر هډې وسله وال برید شوی

1427570
په امریکا متحده ایالتونو کې په یوې پوځي هډې وسله وال برید شوی دی.

 

د امریکا د شمالي‌ داکوټا په ایالت کې د ګرانډ فورکس د هوايي‌ ځواکونو پر هډې وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې دوو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ګراند فورکس هوايي ځواکونو هډې د پيښې په اړه د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې  د سهار په ساعتونو کې پر هډې وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې دوو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې برید د سهار د ۴ نیمو بجو په شاوخوا کې شوی دی. د برید نه وروسته حالات تر کنټرول لاندې راغلي‌ دي. د هډې د پرسونل امنیت سمدلاسه خوندي شوی دی او د برید په اړه تحقیقات پیل شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي چې په برید کې د وژل شوو سرتیرو هویت به ۲۴ ساعته وروسته اعلان شي.

همداشان په بیان کې دا ندي‌ ویل شوي‌ چې برید پر هوايي هډې له کومه ځای شوی دی او یا ددې برید په تړاو څوک نیول شوي‌ دي‌ او که نه.



اړوند خبرونه