په امریکا کې یو خصوصي‌ شرکت فضا ته ستورمزلي ولیږل

د امریکا د سپیس ایکس شرکت د دوو ستورمزلو انتقالوونکی فضايي توغندی فضا ته وتوغو

1426374
په امریکا کې یو خصوصي‌ شرکت فضا ته ستورمزلي ولیږل

د امریکا  یو خصوصي شرکت  د ناسا سره په ګډه دوه ستور مزلي‌ په فضا کې نړۍوال ستیشن ته واستول.

د امریکا د سپیس ایکس شرکت دوه امریکايي ستورمزلي  انتقالوونکی  فضايي توغندی د ترکیې په ځايي‌ وخت د ماسخوتن په لسو بجو فضا ته وتوغو.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې یو خصوصي شرکت فضا ته ستورمزلي‌ لیږي.

د ستورمزلو انتقالوونکی فالکون ۹ توغندی د فلوریدا په ایالت کې د کینیډي د فضايي ستیشن نه وتوغول شو.

د ویلو ده چې سپیس ایکش شرکت دا توغندی د امریکا هوايي‌ او فضايي چارو د ادارې ناسا سره په ګډه فضا ته وتوغول شو.

ویل کیږي‌ د فضا نړۍوال ستیشن ته د نوموړو ستورمزلو سفر به ۱۹ ساعته دوام وکړي. که چیرې دا سفر د پلان سره سم  ترسره شي‌ دا به د ۹ کلونو نه وروسته لومړی ځل وي‌ چې د امریکا د خاورې نه فضا ته ستورمزلي‌ لیږل کیږي.

د امریکا هوايي او فضايي چارو ادارې ناسا د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې فضا ته د ستورمزلو لیږدول بند کړي‌ وو.

د سپیس ایکش شرکت غواړي چې د فضايي سفرونو مصرف راټیټ کړي. ددې شرکت د فالکون ۹ په نامه دا فضايي توغندي‌ د دویم ځل لپاره هم کارولی شي‌ چې دې خبرې مصارفو کچه د پام وړ راټیټه کړې ده .

په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شوی سپیس ایکش فضايي‌ شرکت د ۲۰۱۲ کال راهیسې فضا ته کارګو د انتقال په برخه کې فعالیت کوي.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ او د هغه مرستیال مایک پنس د نوموړي‌ توغندي‌ توغولو شیبې د نږدې نه ننداره کړې.


پيوندونه: #فضا , #ناسا , #سپیس ایکس

اړوند خبرونه