امریکا د روغتیا نړۍوال سازمان سره اړیکې پرې کړې

ټرمپ : دادی نن د روغتیا نړۍوال سازمان سره خپلې اړیکې پرې کوو

1425979
امریکا د روغتیا نړۍوال سازمان سره اړیکې پرې کړې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ د روغتیا د نړۍوال سازمان سره اړیکې رسمآ پرې کړې.

ولسمشر ټرمپ‌ سپینه ماڼۍ کې خبري‌ غونډې ته وویل چې  نن د روغتیا د نړۍوال سازمان سره اړیکو ته د پای ټکی ږدو. اړیکې ورسره شو پرې کوو.

ټرمپ د چین د حکومت پر خلاف د اوچتوونکو ګامونو د اعلانولو په خاطر په سپینه ماڼۍ کې خبري‌ غونډه جوړه کړه.

هغه وویل چې چین د کلونو کلونو راهیسې د امریکا نه ګټه پورته کوي او دا خبره د پخواني‌ ولسمشر باراک اوباما په دوره کې زیاته شوې وه. چین د سوداګرۍ په نړۍوال سازمان کې د پرمختګ په حال کې د هیواد په توګه یادیږي‌ چې دې خبرې دې هیواد ته ډیرې زیاتې ګټې برابرې کړي دي.

هغه په سویلي‌ چین سمندر کې د چین د دریځ په اړه وویل چې چین په پاسیفیک اقیانوس کې د نامشروع لارو او غیرې حقوقي‌ لارو څخه  د خاورې د ترلاسه کولو سره نړۍوال  ازاد تجارت او سیروسفر  د ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

چین لکه څرنګه چې د نورو هیوادونو سره کړې ژمنې پر ځای کړي‌ ندي‌ همداشان د امریکا سره يي په کړو ژمنو هم عمل ندی کړی.

پدې خبرې سترګې پټولی نشو.

هغه وویل چې د هیواد د فکري‌ ملکیت نه د دفاع په خاطر او د هیواد مهم پوهنتونونو څیړنو نه لا په ښه توګه د محافظت په خاطر چین ته چې د تهدید په سترګه ورته ګورو هیواد ته ددې هیواد نه د بعضو بهرنیو وګړو په راننوتو بندیز لګوو.

ټرمپ‌ چین د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ په مسئله کې هم د خپلو مسئولیتونو د نه پر ځای کولو باندې تورن کړ او  د روغتیا نړۍوال سازمان پر وړاندې خپل مسئولیت هم ندی پرځای کړی. په وخت يي ددې ناروغۍ په اړه ورته معلومات ندي‌ ورکړي او نړۍ ته يي سم معلومات ندي‌ ورکړي. همداشان چین د روغتیا په نړۍوال سازمان هم د ناسمو معلوماتو په خاطر فشارونه راوستي‌ دي.

ټرمپ وویل چې د کرونا ویروس د پیل راهیسې د روغتیا د نړۍوال سازمان برعکس د چین نه په تګ راتګ بندیز ولګو.

هغه وویل چې دا ښکاره خبره ده چې چین د روغتیا نړۍوال سازمان د خپل مطلق کنټرول لاندې نیولی دی. هغه وویل پداسې حال کې چې امریکا  د روغتیا نړۍوال سازمان سره په کال کې ۴۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي‌ چین یواځې ۴۰ میلیونه ډالره ورکوي.

د همدې امله د روغتیا د نړۍوال سازمان جدي‌ اصلاحاتو ته اړتیا لري خو دې سازمان زمونږ د اصلاحاتو وړاندیز رد کړی دی. مونږ دې سازمان ته ویلي‌ وو که چیرې اصلاحات رامنځته نکړي‌ اړیکې ورسره پرې کوو خو دوې دا کار ونکړ.

دادی نن ورځ ورسره اړیکې پرې کوو. هغه مرستې چې مو ددې سازمان سره کولې ددینه وروسته به يي‌ د نورو سازمانونو سره چې د نړۍ په کچه پدې برخو کې مرستې کوي‌ وکړو.



اړوند خبرونه