امریکا پر کویټ د یو میلیاردو او ۴۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت پوځي مهمات وپلورل
امریکا پر کویټ نږدې یو نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت مهماتو پلورولو ته اجازه ورکړه
1425380
امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پر کویټ د پاترویوت دفاعي سیستم د جوړولو او مهماتو د تدارک په خاطر د یو میلیاردو او ۴۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوځي توکو پلورولو ته اجازه ورکړه.
د امریکا دفاعي، امنیتي او د همکارۍ اژانس پر کویټ د عسکري توکو د پلورولو په خاطر بهرنیو چارو وزارت ته درې جلا جلا پروژو وړاندیزونه وکړل.
د نوموړو پروژو نه یوه د ۸۰۰ میلیونو ډالرو، بله د ۴۲۵ میلیونو ډالرو او بله د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ده.
همداشان د بهرنیو چارو وزارت پر کویټ د پوځي توکو او مهماتو پلورولو ته د اجازې ورکولو له امله کانګرس ته هم خبر ورکړی دی.
د امریکا کانګرس د ۳۰ ورځو پورې د بهرنیو چارو وزارت لخوا پر کویټ د مهماتو پلورولو وړاندیز ته په اجازې ورکولو د اعتراض حق لري.