په روسیه کې یوې پوځي چورلکې سقوط وکړ.
په روسیه کې د تطبیقاتو پر مهال پوځي چورلکې سقوط وکړ
1423715

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې نن سې شنبه د سهار د ۵ بجو په شاوخوا کې ددوې یوې مي ۸ ډوله پوځي چورلکې سقوط کړی چې په نتیجه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د روسیې د ملي دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې چورلکه د پوځي تطبیقاتو پر مهال لویدلې ده.
چورلکه د انا درسکی اړوند د چوکوتکا په سیمه کې لویدلې ده چې په چورلکه کې سپرو ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سیمې مقاماتو ویلي دي چې چورلکې د سقوط نه وروسته اور اخیستی دی.
د پيښې لامل معلوم ندی او د لامل د معلومولو په خاطر يي څیړنیزه ډله په دنده ګمارل شوې ده .
د بله پلوه په روسیه کې د مي ۸ ډوله چورلکو الوتنې په موقتي ډول ځنډول شوي دي.
اړوند خبرونه
فیلیپین د روسیې نه د ۱۶ پوځي ټرانسپورتي چورلکو د اخیستو نه لاس په سر شو.
فیلیپین د امریکا د بندیزونو له ډاره د روسیې نه د پوځي چورلکو د پيریدو نه لاس په سر شو