په امریکا کې په یو تفریحي‌ مرکز وسله وال برید شوی

د امریکا د اریزونا په ایالت کې په یو تفریحي‌ مرکز وسله وال برید شوی.

1421106
په امریکا کې په یو تفریحي‌ مرکز وسله وال برید شوی

د امریکا د اریزونا په ایالت کې په یو تفریحي‌ مرکز وسله وال برید شوی.

د اریزونا ایالت پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د اریزونا ایالت د ګیندیلي په ښار کې په یو تفریحي‌ مرکز وسله وال برید شوی چې له امله يي لږ تر لږه ۳ تنه ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت باریکه دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکی‌ تفریحي‌ مرکز ته د راننوتو سره يي په هر خوا ډزې پیل کړې. 

پولیسو ویلي دي‌ چې برید کوونکی ۲۰ کاله عمر لري او ارماندو هرناندریز نومیږي. برید کوونکي په برید کې د ای آر ۱۵ ډوله ټوپک نه کار اخیستی دی.

پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی يي‌ نیولی دی او سیمه د امنیتي‌ دلایلو له امله د پولیسو لخوا تر نظارت لاندې نیول شوې ده.

د بله پلوه ویل کیږي چې برید کوونکي‌ برید شیبه به شیبه ثبت کړی دی او ویدیو يي خپره کړې ده .

 



اړوند خبرونه