د امریکا نوي‌ نسل اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکې سقوط وکړ

په امریکا کې اف ۳۵ ډوله جنګی‌ الوتکې سقوط وکړ

1420417
د امریکا نوي‌ نسل اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکې سقوط وکړ

 په امریکا متحده ایالتونو کې یوې نوي‌ نسل اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکې سقوط وکړ.

د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند دا اف ۳۵ ډوله نوې نسل جنګي‌ الوتکه په فلوریدا ایالت کې لویدلې ده .

د امریکا په فلوریدا ایالت کې د ایګلین هوايي هډې لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ددوې اف ۳۵ ډوله نوي‌ نسل جنګي‌ الوتکې د نورمالو الوتنو پر مهال د شپې د ۹ نیمو بجو په شاوخوا کې د کیناستو پر مهال سقوط‌ کړی دی.

د الوتکې پیلوټ ځان په پراشوټ کې غورځولې او ژوندی ژغورل شوی دی. د پيښې په اړه يي د تحقیقاتو د پیلیدو نه خبر ورکړی دی.

د ویلو ده چې تیره اونۍ هم د همدې هوايي هډې اړوند د امریکا یوې بلې پرمختللې او تر ټولو قیمتې اف ۲۲ دوله جنګي‌ الوتکې هم سقوط کړی وو.

د ویلو ده چې په تیره یوه اونۍ کې د امریکا تر ټولو قیمتي‌ د دوو جنګي‌ الوتکو سقوط ډول ډول پوښتنې راولاړې کړي‌ دي.



اړوند خبرونه