په اسراییل کې د چین لوی سفیر په خپل کور کې مړ وموندل شو.
په اسراییل کې د چین سفیر ومړ
1419125
چین ویلي دي چې په اسرییل کې ددوې سفیر ۵۸ کلن دو وای د یکشنبې په سهار په خپل کور کې مړ وموندل شو.
چین د خپل سفیر د مړینې د مسئلې د څیړولو په خاطر اسراییلو ته د یوې څیړونکې ډلې د استولو نه خبر ورکړی دی.
د چین د سفیر مړی به خپل وطن ته انتقال او هلته به خاورو ته وسپارل شي.
د اسراییل پولیسو د پیښې په اړه د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړی دی.
د پولیسو لخوا په لومړنیو ترسره شوو تحقیقاتو کې ویل شوي دي چې د سفیر په وجود کې د ضربې یا فزیکي فشار کومه نښه یا نښانه نده لیدل شوې خو ګمان کیږي چې د قلبې سکتې په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی وي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا اعلان کړی دی چې لومړني تحقیقات دا ښايي چې سفیر د غیرې منتظره روغتیايي ستونزې له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.