د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار: د کرونا ویروس د خپریدو په برخه کې چین مسئول دي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار: په پوره اطمینان سره ویلی شو چې د چین په ووهان ښار کې کووید ۱۹ ویروس په لابراتوار کې د جوړیدو پوتانشیل موجود دی
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار روبیرت او براین وویل چې په اطمینان سره ویلی شو چې کرونا ویروس نوی ډول کووید ۱۹ د چین د ووهان په ښار کې په یو لابراتوار کې د جوړیدو پوتانشیل شتون لري.
او براین په سپینه ماڼۍ کې په غونډه کې پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې د کووید ۱۹ په مسئله کې د چین په اړه د تحقیقاتو غوڅه نیټه نشي اعلانولی خو په اطمینان سره دومره ویلی شي چې دا ویروس په ووهان ښار کې په یو لابراتوار کې د جوړیدو په اړه جدي پوتانشیل موجود دی. هغه وویل داسې ویل کیږي چې د کرونا ویروس نوی ډول کووید ۱۹ د ژوندیو حیواناتو پلرونکي یو بازار نه خور شوی دی. په دواړو حالاتو کې د چین لپاره ښه خبر شتون نلري. په چین کې د ژوندیو حیواناتو په بازار کې حیوانات شکنجه کیږي او هلته حالات ډیر زیات خراب او چټل دي. که چیرې د هغه بازار په اړه ویدیوګانې ننداره کړۍ د حالاتو وخامت په اړه به ښه پوه شۍ.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ویروس د چین د ووهان په ښار کې په یو لابراتوار کې د جوړیدو په اړه په لاس کې کوم غوڅ دلیل لرۍ؟ داسې وویل، مونږ پدې ښه پوهیږو چې دا ویروس د ووهان ښار نه نړۍ ته خپور شوی دی. په تیرو ۲۰ کلونو کې د چین نه نړۍ ته ۵ ځله ساري ناروغۍ خپره شوې ده.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.