ټرمپ : چین کیدای شي چې د کرونا ویروس په قصدي‌ ډول نوي‌ تولید کړی

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ وویل چې چین د کرونا ویروس اصلي‌ مسئول بولي‌ وویل کیدای شي چې چین دا ویروس په قصدي‌ ډول نوي‌ تولید کړی.

1411577
ټرمپ : چین کیدای شي چې د کرونا ویروس په قصدي‌ ډول نوي‌ تولید کړی

 

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د نیویارک پوست ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې.

هغه یو ځل بیا چین د کرونا ویروس ساري‌ ناروغۍ په یوې نړۍوالې سرخوږي‌ د بدلیدو مسئول چین وباله.

هغه وویل چې د استخباراتو لخوا د جوړ شوو راپورونو نه دا خبره ښکاره ده چې په چین کې ځینې بد او ناخوښي‌ پرمختګونه رامنځته شوي‌ دي. هغه زیاته کړه چې هو کیدای شي چې چین دا ویروس په قصدي‌ ډول نوي‌ تولید کړی خو په نتیجه کې دا ویروس د چین د ووهان په ښار کې رامنځته شوی دی.

ټرمپ چې ددینه مخکې په یوې بلې مرکه کې په ټینګار ویلي‌ وو چې د کرونا ویروس د چین د ووهان په ښار کې په لابراتور کې جوړ شوی دی داځل خپله خبره بدله کړه او وویل چې دا ویروس په ووهان کې رامنځته شوی دی خو کیدای شي‌ چې په لابراتوار کې نوي‌ جوړ شوی. خو چین باید  اجازه نوې ورکړي‌ چې په ووهان کې رامنځته رامنځته شوی ویروس ټولې نړۍ ته خپور شي.

ټرمپ‌ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا او چین ترمنځه روان کړکیچ او اړیکو ترینګلتیا امکان لري‌  چې په عسکري‌ مداخلې بدله شي؟ داسې وویل ، نه غواړي‌ چې د جګړې په اړه خبرې وکړي. ځکه چې دا یوه ډیره ناخوښې مسئله ده. لکه څرنګه چې پوهیږۍ د چین سره مو څو میاشتې مخکې تجاري‌ تړون لاسلیک کړ. ددې تړون د لاسلیکیدو نه وروسته د دواړوهیوادونو ترمنځه د اړیکو د ښه کیدو په اړه یوه ډیره مثبته تابلو شتون لري خو له بده مرغه چې وروسته دا ویروس رامنځته شو او هر څه يي‌ ګډ وډ کړل.



اړوند خبرونه