مداګاسکار د کرونا ویروس ضد د یو ډول یوناني درملو د جوړولو نه خبر ورکړی دی.
د افریقا ۷ هیوادونو د مداګاسکار نه د جوړو کړو کرونا ویروس ضد یوناني درملو د اخیستو غوښتنه کړې ده
د مداګاسکار ولسمشر اندري راجولینا ویلي وو چې د نوموړي هیواد د عملي څیړونو انیستیتیوت د ملاریا په درملو کې د کارول شوي بوټي په ګډون د یو زیات شمیر طبعي بوټو نه په استفادې سره د نوي ډول کرونا ویروس ضد درمل يي جوړ کړي دي.
مداګاسکار ولسمشر ویلي دي چې د نوموړو درملو کلینیکي ازمایښتونه په بریالیتوب سره سرته رسیدلي دي.
مداګاسکار نوموړو درملو ته د کووید اورګانیک نوم ورکړی دی.
مداګاسکار د نړۍ تر ټولو فقیر هیواد نیجر د وړاندیز له مخې لومړی ددې هیواد سره ددې درملو مرسته وکړه.
د نیجر د عامه روغتیا وزارت مسئول انار ذاکارا اسماریل ویلي دي چې د مداګاسکار لخوا رالیږلي درمل د ۹۰۰ تنو په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره کفایت کوي.
د ویلو ده چې په نیجر کې څه باندې ۷۰۰ د کرونا ویروس مثبتې پيښې ثبت شوې وې چې ۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۳۴ تنه يي روغ شوي دي. همداشان پدې هیواد کې ۱۸۴ تنه د کرونا ویروس ناروغان شتون لري.
د بله پلوه د سینیګال، ګینا بیساو،کانګور جمهوریت، استوايي ګینا، تانزانیا او د کوموروس اتحادیې د ماداګاسکار نه د نوموړو درملو د اخیستو وړاندیز کړی دی.
د بله پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې بعضې یوناني درمل او دودیزه تداوي کیدای شي چې د کووید ۱۹ په درملنه کې مرسته وکړي خو تر اوسه پورې داسې شواهد شتون نلري چې دا درمل دې د کرونا ویروس ناروغۍ مخنیوی وکړي او یا دې ښه کړي.