د شمالي کوریا د ولسمشر په اړه د ټرمپ‌ څرګندونې

ټرمپ : د شمالي کوریا د ولسمشر یو ځل بیا لیدو له امله خوشحاله یم

1409548
د شمالي کوریا د ولسمشر په اړه د ټرمپ‌ څرګندونې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ د اوږدې مودې نه وروسته د شمالي‌ کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د راښکاره کیدو په اړه خوښي‌ څرګنده کړه.

د ویلو ده چې د شمالي‌ کوریا ولسمشر کیم جونګ اون نږدې درې اونۍ وروسته چې په اړه يي ډول ډول ادعاګانې شوې وې د یوې فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې  راښکاره شو.

د هغه په اړه د زړه عملیات نه وروسته په کوما کې ننوتی دی، روغتیايي حالت يي ډیر زیات خراب دی او حتا هغه مړ شوی دی په څیر ادعاګانې شوې وې.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د شمالي‌ کوریا ولسمشر تیره ورځ د راښکاره کیدو نه وروسته خوښي‌ وښوده.

ټرمپ د خپل ټویټر پانې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې " د هغه د بیرته راګرځیدو او لیدو له امله خوشحاله یم." د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر په هر فرصت کې د کیم سره د ښه اړیکو درلودو نه یادونه کوي. 

د یادولو وړ ده چې د شمالي‌ کوریا رسمي خبري‌ اژانس تیره ورځ د یوې فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې د کیم جونګ اون د ګډون په اړه ویدیو خپره کړه.

خو شمالي‌ کوریا دا ندي‌ ویلي چې هغه په تیرو ۳ اونیو کې چیرته وو.



اړوند خبرونه