په کاناډا کې د لومړي‌ ځل لپاره په لوړ غږ په لوډسپیکر کې اذان کولو ته اجازه ورکړ شوه.

په کاناډا کې د لومړي‌ ځل لپاره په جوماتونو کې اذان په لوډسپیکر کې وویل شو

1409160
په کاناډا کې د لومړي‌ ځل لپاره په لوړ غږ په لوډسپیکر کې اذان کولو ته اجازه ورکړ شوه.

 

د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې په کاناډا کې ځینو سترو او کوچینو جوماتونو ته د روژې په میاشت کې په لوډسپیکر کې د اذان کولو اجازه ورکړل شوه.

د اناتولیا خبري‌ اژانس د خبر له مخې په کاناډا کې د اسلامي‌ ټولنو په غوښتنه د تورنتو، ایدمون ټون، اوتوا او هامیل ټون  د ښارونو ښاروالیو د روژې میاشتې په اوږدو کې جوماتونو ته د ماسپخین، مازیګر او ماښام اذان په لوډسپیکر کې کولو ته اجازه ورکړه.

د کاناډا د هامیل ټون ښار د یو جومات امام  سید تورا  د جمعې د اذان او لمانځه نه وروسته د اناتولیا خبري‌ اژانس ته وویل چې "  دا کاناډا د مسلمانانو لپاره دا تاریخي‌ او نه هیریدونکي‌ شیبې دي.اذان انسانان لمانځه ته رابلوونکې الهي‌ بلنه ده. د هر چا لخوا په لوړ غږ ددې بلنې اوریدل ډیره مهمه خبره ده.

دا چې هر څوک په لوړ غږ اذان اوري‌ دا زمونږ لپاره د ډیرې خوښۍ خبره ده. همداشان په مرکز کې یو بل جومات هم په لوړ غږ د اذان کولو اجازه ترلاسه کړې ده .

هغه وویل چې دم ګړۍ یواځې د روژې میاشتې لپاره په لوډ سپیکر کې د اذان اجازه ترلاسه کړې ده خو د روژې نه وروسته به هم ددې خبرې د دوام په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړو.


پيوندونه: #اذان , #کاناډا

اړوند خبرونه