ټرمپ : د شمالي‌ کوریا د ولسمشر نه به هر څه ژر خبر ترلاسه کړو

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د شمالي‌ کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د روغتیايي وضعیت په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

1406439
ټرمپ : د شمالي‌ کوریا د ولسمشر نه به هر څه ژر خبر ترلاسه کړو

 

هغه وویل چې د کیم جونګ اون د روغتیايي وضعیت په اړه په هر څه ډیر ښه پوهیږي ‌ خو نه غواړي‌ چې اوس يي د ټولو سره شریک کړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خبري‌ غونډه کې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون روغتیايي وضعیت د خرابوالي‌ په اړه د موجودو ادعاګانو په اړه وویل چې  پدې مسئله کې په هر څه ډیر  ښه پوهیږي خو نه غواړي‌ چې اوس يي شریک کړي. هغه وویل ددې د کیم لپاره د ښه صحت غوښتنه کوي.

کیم د تیرې خالي‌ په ورځ کومه وینا ونکړه، داسې ښکاري‌ چې هغه دا کار ونشو کړای. ټرمپ‌ وویل چې په ډیر نږدې راتلوونکي‌ کې به د کیم نه خبر ترلاسه کړو.

هغه وویل چې د کیم سره ډیرې ښې او نږدې اړیکي‌ لري. ټرمپ‌ ادعا وکړه که چیرې د امریکا ولسمشر په توګه ټاکل شوی نوې اوس به امریکا د شمالي کوریا سره په جګړه کې ښکیل وی.

د یادولو وړ ده چې د شمالي‌ کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د تیرو دوو اونیو راهیسې  کمرو پر مخ نه راښکاره کیږي.

د هغه په اړه بیلا بیلې ادعاګانې شتون لري.  په ځینو ادعاګانو کې ویل شوي‌ دي‌ چې روغتیايي وضعیت يي ډیر خراب دی او حتا د مرګ ادعا يي‌ هم شوې ده.

خو د سویلي‌ کوریا د ولسمشر سلاکار تیره ورځ وویل چې هغه ژوندی او روغ رمټ دی.



اړوند خبرونه