د شمالي کوریا ولسمشر ژوندی دی او روغ رمټ دی
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون مړ دی او که ژوندی ؟ دې پوښتنې بالاخره ځواب وموند.
د سویلي کوریا د ولسمشر مون جای ان سلاکار وویل چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ژوندی دی او روغتیايي وضعیت يي هم ډیر ښه دی. هغه د اپریل د میاشتې د ۱۳ مې نیټې راهیسې د ون سان په سیمه کې په خپل اقامتګاه کې اوسیږي.
د یادولو وړ ده چې د تیرې نږدې یوې اونۍ راهیسې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د روغتیايي حالت او حتا د مرګ اوازې خپرې شوې وې.
د سویلي کوریا د ولسمشر مون جای ان د بهرني سیاستونو سلاکار مون چونګ ان د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې د کیم جونګ اون په اړه روانې ناڅرګندۍ ته د پای ټکی کیښود. هغه وویل چې زمونږ د حکومت دریځ ثابت دی. د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ژوندی دی او روغ رمټ دی. هغه د اپریل د ۱۳ مې نیټې راهیسې د ون سان په سیمه کې پاتې کیږي.
تر اوسه پورې هیڅډول کوم شکمن پرمختګ ندی سترګو شوی .
د یادولو وړ ده چې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د ناروغۍ او حتا د مرګ اوازې هله مخ په خپریدو شوې چې هغه د اپریل په ۱۵ مه نيټه د شمالي کوریا د موسس یعنې د خپل نیکه کیم ایل سونګ د زوکړې ورځې په مراسمو کې چې ددې هیواد لپاره ځانګړی اهمیت لري ګډون ونکړ.
ددینه وروسته ډول ډول ادعاګانې رامنځته شوې . په لومړي سر کې د هغه د زړه د عملیات کولو ادعا وشوه . وروسته د هانګ یو تلویزیون چې د سټلایت له لارې خپرونې لري د کیم جونګ اون د مړینې خبر خپور کړ خو دا خبر د هیچا لخوا تایید نشو.