په موزمبیق کې یوې وسله والې ډلې قتل عام وکړ

په موزمبیق کې یوې وسله والې ډلې په لسګونو تنه بې ګناه انسان په قتل رسولي‌ دي

1403323
په موزمبیق کې یوې وسله والې ډلې قتل عام وکړ

 په موزمبیق یوې وسله والې ډلې لخوا په ترسره شوو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.

د نوموړي هیواد د پولیسو ویاند اورلانډو مودومان خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې وسله والو کسانو د کابو دلګادو د ولایت اړوند میدومبي په سیمه کې په یو کلي‌ وسله وال برید کړی چې په نتیجه کې په لسګونو تنه ملکي‌ وګړي‌ په قتل رسولي‌ دي.

ویاند ویلي‌ دي‌ چې نوموړو وسله والو کسانو د کلي‌  د ځوانانو نه ددوې سره د یو ځای کیدو غوښتنه کړې وه چې د رد ځواب د ترلاسه کولو نه وروسته يي په کلي‌ بریدونه کړي‌ دي.

پدې بریدونو کې ۵۲ تنه بې ګناه انسانان په قتل رسول شوي‌ دي.

هغه وویل چې حکومتي‌ ځواکونو د نوموړو وسله والو د نیولو په خاطر په پراخه عملیاتو پیل کړی دی.



اړوند خبرونه