د شمالي‌ کوریا ولسمشر د زړه عملیات کړی دی

د شمالي‌ کوریا د ولسمشر د روغتیايي حالت د خرابیدو ادعا شوې ده

1402540
د شمالي‌ کوریا ولسمشر د زړه عملیات کړی دی

د شمالي‌ کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د زړه د عملیات د ترسره کولو نه وروسته روغتیايي حالت خراب شوی دی . دا خبره د امریکا متحده ایالتونو استخباراتو کړې ده .

د امریکا د استخباراتو یو تن چارواکي‌ د سي‌ ان ان تلویزیون سره په مرکه کې  ویلي‌ دي‌ چې داسې استخبارات يي ترلاسه کړي‌ دي‌ چې د شمالي‌ کوریا ولسمشر د زړه د عملیات د ترسره کولو نه وروسته روغتیايي حالت خراب دی.

همداشان یو تن بل امریکايي چارواکي‌ هم ویلي‌ دي‌ چې د شمالي‌ کوریا  د ولسمشر د روغتیايي حالت د خرابوالي په اړه يي استخبارات تایید شوي‌ دي‌ خو پدې نه پوهیږي‌ چې روغتیايي‌ وضعیت يي په کومه اندازه خراب دی.

د بله پلوه بیا د سویلي کوریا خبري اژانس ویلي‌ دي‌ چې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د روغتیايي حالت د خرابیدو په اړه يي‌ کوم غیر منتظره خبر ندی ترلاسه کړی ځکه چې یو څو ورځې مخکې د خپلو خلکو سره لیدنه وکړه .

د بله پلوه د ډیلي ان کا ورځپاڼې د  انټرنټ پاڼې له لارې په خپور کړي‌ خبر کې ویلي‌ دي‌ چې د شمالي‌ کوریا ولسمشر د اپریل په ۱۲ مه نيټه د زړه عملیات ترسره کړی هیانګ سان په سیمه کې په خپله اقامتګاه کې د درملنې لاندې قرار لري.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې د کیم جونګ اون روغتیايي‌ حالت د ډیر زیات سګرټو د څښولو، ډیر وزن او ډیر کار کولو له امله خراب شوو وو. په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې د کیم جونګ اون د معالجو ډاکټرانو لویه برخه د اپریل په ۱۹ مه نیټه پلازمینې ته راستنه شوې ده او محدود ډاکټران ورسره پاتې دي.

د ویلو ده چې کیم جونګ اون د اپریل په ۱۵ مه نيټه د هیواد د بڼسټګر کیم ایل سانګ د ۱۰۸ کلیزې په مراسمو کې د ګډون نه کولو له امله د ټولو پام هغه ته اوښتی وو.



اړوند خبرونه