د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ یو ځل بیا چین وګواښه.
ټرمپ په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړینو کچه د اروپا نه ډیره ښکته ده
هغه وویل که چیرې چین د کرونا ویروس قصدي مسئول وي بیه به يي خامخا پرې کوي.
ټرمپ د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې د ډلې سره د غونډې نه وروسته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې امریکا کې د کرونا ویروس تر ټولو لوړې کچې ته د رسیدو په اړه ځینې اشارې ترلاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د کرونا ویروس له امله په امریکا کې د مړینو کچه د نفوس په اساس د لویدیځې اروپا د هیوادونو نه په مراتبو ټیټه ده. هغه وویل چې د جرمني نه پرته د نورو هیوادونو اروپايي هیوادونو نه په امریکا کې د مړینو کچه ډیره زیاته ټیټه ده. په انګلستان، ایټالیا، سویس ، فرانسه او اسپانیا. په اسپانیا کې د مړینو کچه د امریکا څلور برابره ده.
هغه یو ځل بیا وویل چې په چین کې بیا د کرونا ویروس له امله د مړینو کچه د امریکا نه ډیره زیاته لوړه ده خو دا هیواد د شفافیت نه کار نه اخلي.
هغه د کرونا ویروس په مسئله کې د چین د رول په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل که چیرې دا هیواد د کرونا ویروس په برخه کې قصدي مسئول وي بیه به يي خامخا پرې کوي. باید چې د پایلو سره يي مخامخ شي.