د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د ټرمپ‌ د پخواني‌ سلاکار دې ادعا نړۍ کې ډول ډول پوښتنې راولاړې کړي‌ دي

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ د پخواني‌ سلاکارانو نه روګر ستون  د کرونا ویروس  د خپریدو  په اړه  یوه ډیره عجیبه ادعا  کړې ده .

1398429
د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د ټرمپ‌ د پخواني‌ سلاکار دې ادعا نړۍ کې ډول ډول پوښتنې راولاړې کړي‌ دي

 

هغه ویلي  دي‌ کیدای شي چې د کرونا ویروس په خپریدو کې د مایکروسافت بڼسټګر بیل ګیټس لاس ولري. هغه ویلي‌ دي‌ بیل ګیټس انسانانو ته په وجود کې  د  مایکرو چیپونو د نصبولو په خاطر کیدای شي‌ چې دا ویروس خپور کړی وي.

پداسې حال کې چې ټوله نړۍ د کرونا د وژونکي‌ ویروس  پر خلاف مبارزه کوي او هره ورځ يي له امله په زرګونو تنه ژوند د لاسه ورکوي‌ د ټرمپ‌ د پخوانيو سلاکارانو نه د روګر ستون  ادعا  د ټولو سره ډول ډول پوښتنې پيدا کړي‌ دي.

د ویلو ده چې د مایکروسافټ بڼسټګر بیل ګیټس په ۲۰۱۵ کال کې  د حرانتیا وړ وړاندوینو او اټکلونو سره  د نړۍ په اجندا کې ځای نیولی وو.

هغه ویلي‌ وو " که چیرې  په راتلوونکو لسو کلونو کې   داسې یو شی چې تر لسو میلیونو تنو ډیر کسان ووژني‌  دا به د ساري ویروس نه پرته بل شی نوي. "

هغه ددې ادعا سره د نړۍ په اجندا کې ځای نیولی وو.

پداسې حال کې چې بیل ګیټس د کرونا ضد ویروس د واکسین د جوړولو د چارو سره د مالي‌ مرستې نه خبر ورکوي‌ د ټرمپ‌ پخواني‌ سلاکار سټون په یو راډیويي‌ پروګرام کې په خپلو څرګندونو کې بیل ګیټس ددې ویروس د خپرولو لامل وباله.

هغه په خپلو څرګندونو کې ددې خبرې په ټینګار وویل " دا چې بیل ګیټس د کرونا ویروس په خپرولو  کې لاس او رول لري‌ او که نه د هر ډول بحث وړ ده. هغه او د هغه په شان نور ګلوبلیستان انسانان د واکسینونو تطبیق  او په وجود کې د مایکرو چیپونو لګولو ته د اړ ویستو په خاطر کیدای شي‌ چې ددې لارې نه کار اخیستی وي."



اړوند خبرونه