په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د وفات شوو ډاکټرانو شمیره ۱۰۷ تنو ته لوړه شوه.

په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۸ زرو تنو نه واوښته

1395552
په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د وفات شوو ډاکټرانو شمیره ۱۰۷ تنو ته لوړه شوه.

 

دا خبره د نوموړي‌ هیواد د ډاکټرانو فدراسیون کړې ده .

په ایټالیا کې چې د کرونا ویروس له امله په ځاني‌ تلفاتو کې په نړۍ کې په لومړي‌ کتار کې ځای لري‌  د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۱۸زرو تنو نه واوښته.

د  کرونا ویروس له امله د ژوند د لاسه ورکوونکو نه  ۱۰۷ تنه يي ډاکټران دي.

د ایټالیا د ډاکټرانو  فدراسیون ویلي‌ دي‌ چې د کرونا ویروس له امله ۱۰۷ تنو ډاکټرانو ژوند د لاسه ورکړی دی. فدراسیون ویلي دي‌ چې د ایټالیا ډاکټران په تش لاس جګړې ته استول کیږي.

د ایټالیا د ډاکټرانو فدراسیون د کرونا ویروس له امله د ژوند د لاسه ورکوونکو ډاکټرانو شمیره او هویتونه وخت په وخت د هیوادوالو سره شریکوي.

یاد شوي‌ فدراسیون ویلي دي چې په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله لومړني‌ ډاکټر د مارچ په ۱۱ مه نیټه ژوند د لاسه ورکړ.

د مارچ د ۱۱ مې نیټې نه راپدیخوا پدې یوه میاشت کې ۱۰۷ تنو ډاکټرانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان په ایټالیا کې ۲۸ تنو نرسانو هم د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه ایټالیا د روغیتا عالي‌ انیستیتیوت د شمیرو له مخې پدې هیواد کې ۱۴ زره تنه روغتیايي‌ پرسونل په ویروس اخته شوی دی.

په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۸۲۷۹ تنو ته رسیدلې ده. همداشان د مثبتو واقعو شمیره ۱۴۳زره ۶۲۶ ته لوړه شوې ده .

د ایټالیا د ډاکټرانو د فدراسیون رئیس په حکومت ډاکټرانو ته د ویروس نه د ځانونو د ژغورنې په خاطر د کافي‌ توکو د په نه ورکولو تورن کړی دی.

فدراسیون ویلي دي‌ چې په ایټالیا کې ډاکټران په خالي‌ لاسونو جګړې ته استول کیږي.

ویل کیږي‌ د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړو ډاکټرانو نه ډیری د سوریې نه راغلي‌ کډوال ډاکټران دي.



اړوند خبرونه