کاناډا پر سعودي‌ عربستان د وسلو د پلور بندیز لرې کړ.

کاناډا اعلان وکړ چې پر سعودي‌ عربستان يي د وسلو د پلور په برخه کې لګولی بندیز لرې کړ

1395302
کاناډا پر سعودي‌ عربستان د وسلو د پلور بندیز لرې کړ.

 

دا خبره د کاناډا د بهرنیو چارو او د مالیې وزیرانو په ګډه خبري‌ غونډه کې وکړه.

نوموړو وویل چې د کاناډا لخوا پر سعودي‌ عربستان د وسلو په پلور لګول شوی بندیز لرې کړی شو.

نوموړو وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ کاناډا په ۲۰۱۹ کال کې د ملګروملتونو د وسلو د پلور تړون لاسلیک کړ چې د همدې امله د سعودي‌ عربستان سره د زغروالو موټرو په اړه شوي‌ تړون شرایط‌ بدلون وموند. یعنې د دې تړون له مخې پر سعودي‌ عربستان لګول شوی د وسلو پلور بندیز لری کړی شو.

هغوې وویل چې هیڅوک باید ددې مسئلې نه د سعودي‌ عربستان سره زمونږ د اړیکو د نورمالیدو  په توګه یادونه ونکړي‌ ځکه چې سعودي عربستان نن ورځ هم بشري‌ حقونه د خپو لاندې کولو ته دوام ورکوي. پدې هیواد کې د بشري‌ حقونو نه تیري‌ نن ورځ هم دوام لري او کاناډا به پدې هیواد نیوکو او د بشري حقونو نه دفاع ته دوام ورکړي.

کاناډايي وزیرانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د کاناډا لخوا پر سعودي عربستان پلوریدونکي  دې زغروالو موټرو نه به سعودي‌ عربستان په کومو برخو کې استفاده وکړي؟ داسې وویل، سعودي‌ عربستان به ددې زغروالو موټرو نه د شاهي‌ کورنۍ د حفاظت مسئولې د داخلي‌ امنیت ادارې ته وسپاري او ددې ادارې لخوا به کارول کیږي.

همداشان کاناډايي وزیرانو وویل چې د کاناډا لخوا پدې اړه تحقیقات هم دوام لري. دا چې سعودي‌ عربستان د کاناډا نه ترلاسه کړو زغروالو موټرو نه د هیواد په ختیځ کې ملکي‌ وګړو پر خلاف او د یمن په جګړه کې کارولي‌ دي‌ او که نه پدې اړه به د تحقیقاتو پایلې د ټولو ته شریکې کړو.



اړوند خبرونه