په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۳ زرو تنو ته نږدې شوه
په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۴۰۰ زرو تنو ته لوړه شوه
1393741
په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس په ډیرې چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.
په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۲ زره ۹۰۷ تنو ته او په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۴۰۰ زرو تنو ته ورسیده.
د ویلو ده چې په امریکا کې یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۱۸ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ تیره ورځ وویل چې راتلوونکې اونۍ به ددې هیواد لپاره د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو له پلوه تر ټولو خرابه اونۍ وي.
د ویلو ده چې په امریکا کې د کرونا ویروس اصلي مرکز د نیویارک ایالت دی. پدې هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو تر نیمايي ډیر په نیویارک ایالت کې رامنځته کیږي.