په جرمني کې یو زیات شمیر جوماتونو ته په لوډ سپیکر کې د اذان کولو اجازه ورکړل شوه
په جرمني کې د کرونا ویروس له امله مسلمانانو ته د مورال د ورکولو په خاطر په جوماتونو کې په لوډسپیکر کې د آذان کولو اجازه ورکړ شوه.
د جرمني د ووپرتال د ښار مقاماتو د کرونا ویروس د وبا ناروغۍ له امله مسلمانانو ته د مورال ورکولو په خاطر ۱۳ جوماتونو ته په لوړ غږ په لوډ سپیکر کې د اذان کولو اجازه ورکړه.
د ترکېې د دیني چارو او ترک اسلام د ټولنې اړوند د ووپرتال د ښار د ۲۹ کلن البرفلد د مرکزي جومات ملا امام مصطفی اق قایا، د ووهوینکل د ۲۵ کلن د معمار سینان جومات امام حسن حسین شن او ترک فدراسیون اړوند د البرفلد د الپران د جومات امام کمال یاوز د لومړي ځل لپاره په لوډ سپیکر کې اذان وکړ.
د ویلو ده ده چې په جوماتونو کې په لوډ سپیکر کې د اذان کولو لړۍ به د اپریل تر ۱۹ مې نیټې دوام وکړي.
د ویلو ده چې ددینه وړاندې هم د جرمني د یو زیات شمیر ښارونو ځايي مقاماتو نږدې سلو جوماتونو ته د جمعې د لمانځه او د ماښام د لمانځه اذان په لوډ سپیکر کې د کولو اجازه ورکړې وه.
د ویلو ده چې په جرمني کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر په جوماتونو او نورو عبادت ځایونو کې په ټولیزه توګه په عبادت کولو بندیز لګیدلی دی.