د نفتو تولیدونکي‌ هیوادونه د ویدیو کنفرانس له لارې غونډه کوي

د اذربایجان د انرژۍ وزارت وویل چې د نفتو تولیدونکي‌ هیوادونه د اوپیک سازمان او د اوپیک سازمان نه بهر د نفتو تولیدونکو هیوادونه د اپریل په ۶ مه نیټه د ویدیو کنفرانس له لارې غونډه کوي.

1390589
د نفتو تولیدونکي‌ هیوادونه د ویدیو کنفرانس له لارې غونډه کوي

 

د اذربایجان د انرژۍ وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د اوپیک او اوپیک نه بهر د نفتو تولیدونکي هیوادونه به د نفتو د بیې د استقرار په مسئلې خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دا غونډه به د اپریل په ۶ مه نيټه د ویدیو کنفرانس له لارې جوړه شي. پدې غونډه کې چې اذربایجان ته هم بلنه ورکړل شوې ده د نوو همکاریو په مسئلې به خبرې وشي.

ویل کیږي دا غونډه د سعودي‌ عربستان لخوا د امریکا د ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ‌ سره د ټيلیفوني‌ خبرو نه وروسته ددې هیواد په غوښتنه جوړیږي.

سعودي‌ عربستان تیره ورځ د اوپیک په غړیو او د روسیې په مشرۍ د اوپیک سازمان نه بهر هیوادونو ترمنځه  د یو عادل تړون او هوکړې په خاطر د نفتو په تولیدونکو هیوادونو د بیړنۍ غونډې  جوړولوغږ کړی وو.

د ویلو ده چې د نړۍ په بازارونو کې د نفتو بیه په تیرو ۱۷ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رارسیدلې ده . همداشان تیره ورځ د سعودي‌ عربستان سره د امریکا د ولسمشر د خبرو نه وروسته د نړۍ په بازارونو کې د نفتو بیه یو څه لوړه شوه.



اړوند خبرونه