په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰ زرو او ۲۳ تنو ته لوړه شوه

په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره د ۷۰ زرو تنو نه واوښته

1386986
په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰ زرو او ۲۳ تنو ته لوړه شوه

 

په ایټالیا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۸۹  تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره لسو زور او ۲۳ تنو ته  لوړه شوه.

د ایټالیا د ملکي‌ خوندیتوب ادارې  په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه وروستي‌ معلومات په پلازمینه روم کې  د خبري‌ رسنیو سره شریک کړل.

یادې شوې ادارې ویلي‌ دي‌  چې په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۷۰ زرو او ۶۵  تنو ته رسیدلې ده.

د بله پلوه د ایټالیا لومړي‌ وزیر ویلي‌ دي‌ چې د کووید ۱۹ ساري‌ ناروغۍ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ  د تدابیرو په ترڅ کې به د قرنطین موده موغځوي. د بله پلوه لومړي‌ وزیر ویلي‌ دي‌ چې د اړتیا وړ کسانو سره به مالي‌ مرسته وکړي.



اړوند خبرونه