امریکا د وینزویلا د ولسمشر د نیولو پر سر جایزه کیښوده

امریکا متحده ایالتونو د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو پر سر ۱۵ میلیونه ډالره جایزه کیښوده. امریکا بهرنیو چارو وزارت د وینزویلا د ولسمشر مادورو د نیولو او بندي کولو سره د مرستې سره ۱۵ میلیونه ډالره جایزه کیښوده.

1386079
امریکا د وینزویلا د ولسمشر د نیولو پر سر جایزه کیښوده

 

د وینزویلا ولسمشر مادورو د هغه پر سر د جایزې کیښودو په خاطر د امریکا متحده ایالتونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

مادورو د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د نوي‌ ډول کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي پر خلاف د مبارزې د کمیسیون په غونډه کې په خپله وینا کې وویل " د ډونلډ ټرمپ‌  حکومت  چې تر وروستۍ درجې متعصب  او بدبخته  دی چې په یو ځل يي پر ده یو زیات شمیر تورونه پورې کړي‌ دي. دوی  د ۱۹ مې پيړۍ د کوبایانو په څیر  د انقلابیانو په سر چې ددوې پر خلاف به جګړې ته اماده ګي‌ ښودله د هغوې پر سر به يي جایزه ایښوده نن ورځ هم همدا کار کوي. ټرمپ‌ یو ډیر بدبخته انسان دی. هغه یواځې متعصب، توکمپاله او ځان پر ټولو لوړ نه بولي‌ ددې سره سره غواړي‌ چې نړۍوالې اړیکي‌ د خپلې خوښې او زور سره اداره کړي."

مادورو وویل چې امریکا  لومړی د وسله وال اقدام په خاطر وینزویلا ته وسلې راولیږلې او کله چې پخواني‌ تورنجنرال کلیور الجالا  د هغوې دا راز افشا کړ وسله وال اقدام ناکام شو  د هغه د نیولو پر سر يي جایزه کیښوده. اوس يي  زما د نیولو په خاطر جایزه کیښوده.

هغه وویل چې د امریکا د عدلیې وزارت د وینزویلا ولسمشر مادورو په نړۍواله کچه په قاچاق تورن کړی  او د مادورو سربیره د ۴ تنو نورو په سر يي هم جایزه ټاکلې ده. د مادورو پر سر يي ۱۵ میلیونه ډالره او د ۴ تنو نورو چارواکیو پر سر يي ۱۰ – ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

د ویلو ده چې د وینزویلا پخواني‌ تورنجنرال چې امریکا يي د نیولو په خاطر جایزه ټاکلې وه  په کولمبیا کې د یوې راډیو سره په مرکه کې ویلي‌ وو چې امریکا په وینزویلا کې د مخالف مشر ګوایدو سره په تفاهم سره  د کودتا په خاطر وینزویلا ته وسلې رالیږلې وې .

د وینزویلا لوی څارنوالۍ بیا د مخالف مشر خوان ګوایدو او پخواني‌ جنرال پر خلاف په هیواد کې د کودتا د اقدام کولو په تور د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړ.


پيوندونه: #مادورو , #وینزویلا

اړوند خبرونه