د امریکا د فضايي‌ ځواکونو قومندانۍ فضا ته توغندی وتوغو

په امریکا متحده ایالتونو کې تیر کال تاسیس شوو فضايي ځواکونو د مخابراتي‌ سپوږمه کیو انتقالوونکی لومړنی فضايي توغندی فضا ته وتوغو.

1386137
د امریکا د فضايي‌ ځواکونو قومندانۍ فضا ته توغندی وتوغو

 

دا امریکا د فضايي قوتونو قومندانۍ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې د مخابراتي‌ سپوږمه کیو انتقالوونکی فضايي‌ توغندی د فلوریدا ایالت  د کپ کاناویرال فضايي ستیشن نه توغولی دی.

د بله پلوه د امریکا په کالیفوروینا ایالت کې د فضا او توغندیو د سیستمونو د مرکز مشر جنرال جان اف ټامپ سن وویل چې د کرونا ویروس د ساري‌ ناروغیو  د ګواښ سره سره  امریکا د فضايي ځواکونو قومندانۍ د اطلس وي په نامه فضايي‌ توغندی چې ۶۱۶۸ کیلوګرامه مخابراتي‌ سپوږمه کۍ يي‌ انتقالولې فضا ته وتوغو.

 د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ټرمپ لخوا د ۲۰۲۰ کال دفاعي‌ بودیجې د توشیح کیدو نه وروسته د تیر کال د دسمبر په میاشت کې د امریکا د فضايي‌ ځواکونو قومنداني‌ رسمآ تاسیس شوه.


پيوندونه: #توغندی , #فضا , #امریکا

اړوند خبرونه