په چاد کې د بوکو حرام لخوا ستر قتل عام

د منځنۍ افریقا د هیوادونو نه په چاد کې د بوکو حرام ترهګري سازمان په برید کې لږ تر لږه ۹۲ تنه سرتیري‌ مړه او ۴۷ تنه نور ټپیان شول.

1384531
په چاد کې د بوکو حرام لخوا ستر قتل عام

 

د چاد ولسمشرادریس دیبي  د برید په سیمه کې په خپلو څرګندونو کې وویل چې  د بوکوحرام ترهګري سازمان د چاد د ګولو ایالت  د بوما په ښار کې د پوځ په یو مرکز خونړی برید کړی چې وروسته نښته پیل شوه. نښتې ۵ ساعته دوام وکړ.

هغه وویل چې پدې برید او نښته کې لږ تر لږه ۹۲ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې دا لومړی ځل دی چې پدې پیمانه سرتیري‌ او د زړه غوښې د لاسه ورکوو. ددې بدل به پر هغوې ډیر سخت پرې کړو. زمونږ ځواب به لا سخت وي.

د بله پلوه سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې د برید نه وروسته د هوايي‌ ملاتړ په خاطر سیمې ته استول شوې یوه الوتکه د ویشتل کیدو نه وروسته بیرته ستنه شوه.

سیمې کنټرول د پوځ په لاس کې قرار لري.



اړوند خبرونه