د امریکا کانګرس ته د کرونا ویروس په اړه چین مسئول نیولو په اړه طرحه وړاندې شوه

د امریکا متحده ایالتونو کانګرس ته د هغه ادعا د څیړولو په اړه چې د  چین د  ووهان په ایالت کې د کرونا ویروس د لیدل کیدو نه وروسته د بیجینګ حکومت  لخوا پټ شوی دی طرحه وړاندې شوې ده .

1384502
د امریکا کانګرس ته د کرونا ویروس په اړه چین  مسئول نیولو په اړه طرحه وړاندې شوه

 

پدې طرحه  کې د کانګرس نه د نوموړې مسئلې په اړه د تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه شوې ده. دا طرحه  د جمهوریت پلوه سناتور جوش هاولي او  د استازو په مجلس کې د جمهوریت پلوه وکیلې الیس ستیفانیک لخوا کانګرس ته وړاندې شوې ده. په طرحه کې د کرونا ویروس په مسئله کې د چین بې کیفایته او شکمن دریځ غندل شوی دی.

همداشان پدې طرحه  کې د چین لخوا د ویروس د پټولو له امله نړۍوالې ټولنې ته د اوښتو زیانونو د معلولو، د نوموړي‌ ویروس نه د ډیر سختو زیانمندو شوو هیوادونو لپاره ددې هیواد نه غرامت د اخیستو په اړه د یو میکانیزم د جوړولو غوښتنه شوې ده .

جمهوریت پلوه سناتور هاولي د مسئلې په اړه خبري‌ غونډې ته وویل چې د چین کمونیست ګوند د کرونا ویروس د والګي‌ په اړه د لومړۍ ورځې نه تر ننه پورې نړۍوالې ټولنې ته په قصدي‌ ډول درواغ ویلي‌ دي‌.

هغه وویل چې د چین حکومت ددې ویروس د حقیقت په اړه د دسمبر د میاشتې د پیل نه په هر څه ښه اګاه وو خو په لابراتوارونو کې نمونې ورته له منځه یوړې او ډاکټران يي ددې مسئلې پټولو ته اړ ویستل.

همداشان جمهوریت پلوه وکیل بیا د کرونا ویروس له امله نړۍ ته د اوښتو اقتصادي‌ او ځاني‌ زیانونو له امله چین پړ وباله. هغه ویلي دي‌ چې چین د کرونا د مرګوني‌ ویروس اغیزې او جزیات په قصدي‌ ډول پټې کړي‌ دي‌ چې له امله يي د سلګونو تنو امریکایانو په ګډون په زرګونو تنو انسانانو ژوند د لاسه ورکړی .

هغه وویل چې چیرې په ساده توګه ووایو مونږ پدې طرحه کې د کرونا ویروس په اړه د چین د مسئول نیولو غوښتنه کړې ده.  



اړوند خبرونه