پمپیو : د ایران رژیم د کرونا ویروس د مړو شمیره د خپلو خلکو او نړۍ نه پټوي

د ایران په دیني مشر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سختې نیوکې

1383803
پمپیو : د ایران رژیم د کرونا ویروس د مړو شمیره د خپلو خلکو او نړۍ نه پټوي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې د ایران دیني‌ مشر ایت الله علي‌ خامنه يي د نوي‌ ډول کرونا ویروس د مثبتو پيښو نه نیولې د مړو تر شمیرې پورې یو زیات شمیر معلومات د نړۍ نه پټوي.

مایک پمپیو دا څرګندونې " د خامنه يي‌ درواغ ، د انسانانو ژوند د خطر سره مخامخوي" تر عنوان لاندې په خپور کړي‌ بیان کې کړي‌ دي.

پمپیو په بیان کې د کووید ۱۹ ویروس نه د ووهان ویروس په توګه یادونه کړې ده. هغه ویلي‌ دي‌ چې د خامنه يي لخوا د نړۍ نه د پټو شوو معلوماتو ځینې به د ټولو سره شریک کړي.

د ایران د ماهان خصوصي هوايي شرکت یواځې تیره میاشت د تهران او چین ترمنځه لږ تر لږه ۵۵ سفرونه ترسره کړي‌ دي. لږ تر لږه پنځو هیوادونو ته د لومړي‌ ځل لپاره د کرونا ویروس د ایران لخوا انتقال شوی دی. هغه ایران  د میلیونونو تنو ژوند د خطر سره د مخامخولو باندې تورن کړ.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ایران رژیم د هیواد د روغتیايي چارواکیو د ټولو خبرداریو سره سره د کرونا ویروس له امله د مرګ لومړنۍ پيښه يي ۹ ورځې د ټولو نه پټه کړه. ایران نن ورځ هم د کرونا ویروس د مثبتو پيښو او مړینو اصلي‌ شمیره د خپلو خلکو او نړۍ نه پټوي. درواغو ویلو ته اوس هم دوام ورکوي. په خواشینۍ سره چې په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د رژیم لخوا د اعلان شوې شمیرې نه ډیره زیاته لوړه ده. د مثبتو پيښو شمیره د اعلان شوي‌ رقم نه ډیره زیاته لوړه ده.

 

پمپیو په بیان کې ایران  د ۲۰۱۲ کال راهیسې ۱۶ میلیارده ډالره د هیواد نه بهر د ترهګرو سازمانونو اوسرچینو سره د مرستې کولو او پر هغوې د مصرفولو ادعا کړې ده .  

د ایران رژیم په طبي‌ بڼسټونو او سرچینو د مصارفاتو د یو میلیارد ایرو نه ډیرې پيسې پټې کړي‌ دي. همداشان د ایران رژیم دم ګړۍ تر ټولو زیات د اړتیا وړ توکي‌ لکه ماسکونه، دستکشې، ضد عفوني‌ او داسې نور توکي‌ په تورو بازارونو کې د پلورولو په خاطر احتکار کړي‌ او پټ کړي‌ دي.

پمپیو ویلي‌ دي‌ لکه څرنګه چې پوهیږۍ امریکا د ایران په خوراکي موادو، طبي‌ توکو، درملو او نورو بشري‌ مرستندویه توکو بندیز ندی لګولی. د ایران د درملو او روغتیا د سکتور شرکتونه کولای شي‌ چې د کرونا ویروس د تشخیص کیتونه وارد کړي.

پمپیو وویل چې د ایران په ګډون د یو زیات شمیر هیوادونو سره مو د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د طبي‌ توکو د مرستې وړاندیز وکړ خو خامنه يي زمونږ دا وړاندیز رد کړ. ځکه چې هغوې اوس هم د شیطانت په خاطر پرته د ځنډه کار کوي. هغه خپله آډیالوژي د ایران د خلکو منافعو نه لوړه بولي .



اړوند خبرونه