د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وویل چې ترکیه باید پدې اندازه ډیرو کډوالو سره یواځې پرینږدو.
جرمني : ترکیه د کډوالو د ډیر دروند بار لاندې قرار لري.
هغه دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د ویدیو کنفرانس له لارې په غونډه کې وکړه.
هیکو ماس وویل چې ترکیه دم ګړۍ د ۴ میلیونو تنو کډوالو سره یو ستر او دروند بار لاندې قرار لري. د همدې امله اروپايي ټولنې په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی وو.
هغه وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د لاسلیک کړي هوکړه لیک کې بعضې اختلافات شتون لري چې د نوموړو اختلافاتو د لمنځه وړو په خاطر د ترکیې د مقاماتو سره د تماس په حال کې دی.
هغه وویل چې دواړه خواوې باید په کړو ژمنو عمل وکړي او دېته باید زمینه برابره کړو.
هغه وویل چې مونږ چمتو یو. همداشان پدې هم ډیر ښه پوهیږو چې ترکیه باید پدې پیمانه ډیرو کډوالو سره چې اوس هم د سوریې نه راروان دي یواځې پرینښودل شي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه