په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۰۳۲ تنو ته ورسیده

په ایټالیا کې د مړو شمیره د ۴ زرو تنو ته واوښته

1382233
په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۰۳۲ تنو ته ورسیده

 

په ایټالیا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۰۳۲ ته  لوړه شوه.

د ایټالیا د ملکي‌ خوندیتوب د ادارې رئیس  انګیلو بوریلي  په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه وروستي‌ معلومات د خبري‌ رسنیو سره شریک کړل. هغه وویل چې په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۳۷۸۶۰ تنو ته رسیدلې ده. که چیرې ددې شمیرې سره د مړو او روغو شوو کسانو شمیره اضافه کړو نو ۴۷۰۲۱ تنو ته رسیږي.

هغه وویل چې د کرونا په ویروس اخته د روغو شوو کسانو شمیره پرون ۴۴۴۰ ته وه چې نن ۵۱۲۹ تنو ته لوړه شوه.

همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۷ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړ او پدې ډول د مړو شمیره ۴۰۳۲ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې  په ایټالیا کې د کرونا ویروس پیدا کیدو راهیسې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتو کسانو ژوند د دلاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د ایټالیا د پخو عمر لرونکو د ټولنې رئیس روبیرتو برنابیي هم د ملکي‌ خوندیتوب د ادارې د رئیس سره په خبري‌ غونډه کې ګډون کړی وو.

هغه خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د وژل شوو کسانو نه ۲۵ سلنې دوه یا درې پتالوژیکې ستونزې یا ناروغۍ درلودلې.

همداشان د ایټالیا د لومباردیا د سیمې د روغتیايي‌ چارو مسئول غړي خبري‌ رسنو ته وویل چې پدې سیمه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره په چټکۍ سره د لوړیدو په حال کې ده. هغه وویل چې د کرونا ویروس په ډیرۍ چټکۍ سره خپریږي. یواځې نن پدې سیمه کې ۳۸۱ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه وویل چې پدې سیمه کې ۱۰۵۰ تنه په ایمرجنسۍ واټ کې د تداوۍ لاندې دي‌ او روغتیايي حالت يي‌ باریکه دی.

 



اړوند خبرونه