امریکا په عراق کې خپله یوه پوځي‌ هډه عراقي‌ ځواکونو ته وسپارله

امریکا په عراق کې خپله یوه پوځي‌ هډه تخلیه کړه

1380263
امریکا په عراق کې خپله یوه پوځي‌ هډه عراقي‌ ځواکونو ته وسپارله

امریکا متحده ایالتونو د عراق په لویدیځ کې د القایم پوځي‌ هډه تخلیه او عراق امنیتي‌ ځواکونو ته وسپارله.

د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف د ائتلافي ځواکونو لخوا په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې  ائتلافي ځواکونو په عراق کې د القایم پوځي‌ هډې مسئولیت د عراق امنیتي‌ ځواکونو ته وسپاره.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د داعش پر خلاف په مبارزه کې د پرمختګ او لاسته راوړنو د زیاتیدو سره به امریکا د روان کال په دننه کې په عراق کې په خپلو پوځي‌ موجودیت په مسئله کې ځیني‌ بدلونونه راولي. 

د ویلو ده چې امریکا پداسې حال کې دا پوځي‌ هډه عراقي‌ ځواکونو ته وسپارله چې پدې وروستیو کې پدې هیواد کې د امریکا پر پوځي‌ هډو راکټي‌ بریدونو کچه ښه پسې لوړه شوې ده.

د تیرې اونۍ په دننه کې د بغداد شمال لوري‌ ته په پرتې د امریکا د تاجي‌ پر پوځي‌ هډې دوه ځله راکټي‌ بریدونه وشو چې په نتیجه کې ۳ تنه ائتلافي‌ سرتیري‌ مړه او ۱۴ تنه نور ټپيان شول.

په دویم برید کې هم ۳ تنه سرتیري‌ ټپيان شوي‌ وو.

 

 

 



اړوند خبرونه