په امریکا کې په وسله وال برید کې د برید کوونکي په ګډون ۷ تنه ووژل شول
په امریکا متحده ایالتونو کې په وسله وال برید کې ۷ تنه ووژل شول.
1379650
د امریکا د شمالي کارولینا په ایالت کې یو تن د ۶ تنو د وژلو نه وروسته خپل ځان هم وواژه.
د شمالي کارولینا ایالت د چاټهام د ښار د پولیسو مشرې سارا پاک خبري رسنیو ته وویل چې د برید قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
هغې وویل چې برید کوونکي د شپږو تنو د وژلو نه وروسته ځان وواژه. هغې وویل چې د برید سیمې ته نږدې د یو کور نه پولیسو ته د برید په اړه راپور ورکړ شو. کله چې پولیس سیمه ته ورسیدل ټولو کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو.
برید د یو تن ۶۶ کلن نارینه لخوا شوی دی.
برید کوونکي د ۶ تنو د وژلو نه وروسته ځان وژنه کړې ده . ځینو سرچینو ویلي دي چې د پیښې قربانیان د برید کوونکي ښځه، خواښې او د هغه خپلوان دي.