ائتلافي ځواکونو د ایران پر پوځي هډو بریدونه کړي
په عراق کې د امریکا پر پوځي هډو د بریدونو نه وروسته ائتلافي ځواکونو پر ایراني پوځي هډو هوايي بریدونه وکړل
په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د راکټي بریدونو نه وروسته د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف ائتلافي ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د ایران اړوند په درې عسکري هډو هوايي بریدونه وکړل.
د ائتلافي ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د سوریې د ابو کمال په ښار کې د ایران د امام علي پر هډې ، صنعتي پارکونو او هیضام په سیمو کې پر عسکري هډو بریدونه کړي دي.
د سرچینو د خبر له مخې د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو اړوند پر هډو د بریدونو په نتیجه کې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده .
د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف د ائتلاف ویاند ویلي دي چې پرون د ماښام په ساعتونو کې د عراق د تاجي په پوځي هډې راکټي بریدونه وشول چې په نتیجه کې ۲ تنه امریکايي او یو تن انګلیس سرتیري مړه او ۱۲ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
امریکايي چارواکیو رسنیو ته ویلي دي چې کیدای شي پدې برید کې ایراني ډلې لاس ولري.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.