امریکايي جنرال : د طالبانو سره مو د داعش پر خلاف د مبارزې په برخه کې مرسته کړې

امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې  د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر د طالبانو سره  مرسته کړې ده . دا خبره د امریکا د مرکزي ځواکونو  قومندان ستر جنرال کینیت اف مک کینزي کړې ده .

1376119
امریکايي جنرال : د طالبانو سره مو د داعش پر خلاف د مبارزې په برخه کې مرسته کړې

 

ستر جنرال مک کینزي د امریکا د استازو د مجلس د وسله والو خدماتو کمیټې ته د منځني ختیځ او افریقا کې د روانو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

همداشان هغه دلته په خپلو څرګندونو کې وویل چې  طالبان د امریکا سره  لاسلیک کړي تړون ته د ژمنتیا په اړه ځینې اندیښنې لري. هغه وویل چې  طالبانو د فبروري په ۲۹ مه نيټه د امریکا سره د  سولې د تړون د لاسلیکولو نه راپدیخوا  پر امریکايي ځواکونو هیڅډول کوم برید ندی کړی خو پر افغان ځواکونو يي د بریدونو کچه راټیټه کړې هم  نده.

هغه وویل چې  طالبانو د افغانستان په ختیځ کې  د داعش ترهګرې ډلې سره جګړه کوله. هغه وویل چې  مونږ  د ننګرهار ولایت په سویلي برخو کې  د طالبانو لخوا د داعش ترهګرو د ځپلو او له منځه وړو شاهدي وکړه. د نړۍ تر ټولو  پدې خرابه جغرافیه کې  دوې ډیر اغیزمن وو. طالبانو دلته د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر زمونږ نه په محدود ډول  مرسته هم  ترلاسه کړې ده .

امریکايي  جنرال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د طالبانو سره څه ډول مرسته کړې ده ؟ داسې وویل، داعش ترهګره ډله اوس مهال په ننګرهار کې هیڅ یوه سیمه  تر کنټرول لاندې  نلري.

هغه د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د شمیرې د راټیټولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمیره ۸۶۰۰ تنو ته راټیټه کړی شي. ددې هیواد نه  د امریکايي ځواکونو د ویستو لړۍ پیل شوې ده. ۸۶۰۰ تنه سرتیري په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژیکو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر کافي ځواکونه دي.

همداشان هغه وویل چې ددې ټولو سره سره په طالبانو پوره باور او اعتماد نلري. امریکا باید د طالبانو لخوا د ټولو ژمنو او تعهداتو د پر ځای کولو نه مخکې د افغانستان نه خپل ځواکونه ونه باسي.


پيوندونه: #داعش , #طالبان , #امریکا

اړوند خبرونه