امریکا: په افغانستان کې د هر دول موازي حکومت سره سخت مخالف یو
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې د متحد او خپلواک یو افغانستان نه ملاتړ کوي خو د هیواد په منځ کې د هر ډول موازي حکومت د جوړولو د هڅو سره سخت مخالفت کوو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې په افغانستان کې د موازي حکومت د جوړولو سره ډیر سخت مخالفت ښودلی دی او ویلي دي چې د زور سره د سیاسي اختلافاتو د حل مخالف یو.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو هم په یوې اعلامیه کې د متحد او خپلواکه افغانستان نه د ملاتړ اعلان کړی دی. همداشان پدې اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې په افغانستان کې د سولې لپاره همه شمول حکومت ډیر زیات مهم دی.
مایک پمپیو بیا په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د امریکا په توګه په افغانستان کې د اسقرار او حاکمیت د ټینګښت په خاطر هلي ځلې کوو. همداشان د دویم ځل لپاره په ټولټاکنو کې د افغانستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوي ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د یو داسې حکومت د جوړولو په اړه اعلان چې په لومړیتوب کې سوله قرار لري تود هر کلی کوو.
پمپیو ویلي دي چې " امریکا د سولې د راتګ په اړه د افغانانو په تندې او حسرت ډیره ښه پوهیږي او د دواړو خواوو ترمنځه د تفاهم په خاطر کار کوي. غواړو چې ټول سیاسي ګوندونه د همدې هدف په خاطر کار وکړي."
همداشان پمپیو په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت د جوړولو سره ډیر سخت مخالفت ښودلی دی او ویلي دي چې مونږ د موازي حکومت سخت مخالف یو.
هغه ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځه تړون او د امریکا او افغانستان ترمنځه ګډه اعلامیې مونږ ته یو تاریخي فرصت برابر کړی دی. د یو همه شمول حکومت او متحد افغانستان ته لومړيتوب ورکول د هیواد د راتلوونکي او په ځانګړې توګه د سولې د راوستو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې ولسمشر محمد اشرف غني بریالی شو چې د هغه ستر رقیب ډاکټر عبدالله عبدالله دا خبره نه مني . هغه ادعا کوي چې په ټولټاکنو کې درغلۍ شوي دي .
د همدې امله تیره ورځ په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د لوړې د ترسره کولو سره سم ډاکټر عبدالله عبدالله هم د لوړې په ترسره کولو سره په افغانستان کې موازي حکومت اعلان کړ.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی