د امریکا  ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اوسه پورې د نوي ډول کرونا ویروس معاینات ندي کړي.

د سپینې ماڼۍ  ویاند استفاني ګریشام  هغه ادعاګانو ته چې  ولسمشر ټرمپ یو زیات شمیر سیمو ته د سفر له امله  کیدای شي چې  د کرونا ویروس معاینات کړي وي ځواب ورکړ.

1375313
د امریکا  ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اوسه پورې د نوي ډول کرونا ویروس معاینات ندي کړي.

 

هغه وویل چې " ولسمشر ټرمپ تر اوسه پورې  د کرونا ویروس په اړه معاینات ندي کړي ځکه چې نه يي د کرونا په ویروس  اخته کسانو سره تماس نیولی او نه يي پکې کومې نښې او نښانې لیدل شوي دي. د هغه روغتیايي حالت ډیر ښه او فوق العاده دی او خصوصي ډاکټر يي د هغه روغتیايي حالت د نږدې نه تعقیبوي. "

امریکايي رسنیو پدې وروستیو کې ادعا کړې وه چې  ولسمشر ټرمپ او مرستیال يي مایک پنس په تیرو ۱۰ ورځو کې په  یو زیات شمیر غونډو او مراسمو کې  چې کیدای شي پدې غونډو کې په کرونا ویروس اخته کسانو هم  شتون درلود د ګډون له امله  پدې ویروس اخته شوی وي؟ دې ادعا په امریکا کې جدي بحثونو ته لار هواره کړه.

د ویلو ده چې  ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې  سبا به د کانګرس سره د کرونا ویروس له امله د هیواد په اقتصاد د بدو اغیزو په اړه غونډه وکړي.

ټرمپ به پدې اړه خپل ځینې وړاندیزونه کانګرس ته وړاندې کړي.



اړوند خبرونه