انګلستان د کډوالۍ لپاره نوی سیستم جوړوي

انګلستان  د اروپايي ټولنې نه د جلا کیدو نه وروسته غواړي چې د هیواد دروازې د نړۍ تر ټولو روند اندو ، هوښیارو  او روښانه راتلوونکو خاوندانو ته  پرانیزي.

1362221
انګلستان د کډوالۍ لپاره نوی سیستم  جوړوي

 

د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې  پریتي  پاټیل وویل چې  دا نوی سیستم  به  د ۲۰۲۱ میلادي کال  د جنوري د لومړۍ نیټې نه نافذ شي.

هغې وویل چې دا د هیواد لپاره تر ټولو تاریخي  او ښه پریکړه ده.

" انګلستان ددینه وروسته ازاده ګرځیدو ته د پای ټکی ږدي. خپل سرحدات تر کنټرول لاندې نیسو. غواړو چې د هیواد اقتصاد او ټولنې لا پسې قوي او مضبوطي کړو. د نړۍ تر ټولو د روښانه راتلوونکي  خاوندان او لایقه انسانان به خپل هیواد ته راکاږو. د خپل هیواد  پوره توتانشیل به  رابرسیره کړو. "

هغې وویل چې د نوي سیستم  له مخې  ددینه وروسته که چیرې څوک وغواړي چې په انګلستان کې کار وکړي او یا ژوند وکړي هغوې به د کاناډا او استرالیا  په څیر  د یو ځانګړي سیستم  تابع کړو.

ددې سیستم  له مخې د هر چا د انګلیسي ژبې سویه، مسلک، تحصیلي درجه  او ظرفیت  په نظر کې نیول کیږي.

د کډوالۍ په نوي سیستم کې د ټیټ وصف خاوند کډوالو ته ځای نشته.



اړوند خبرونه