د هندوستان د لکنهو ښار په محکمه کې چاودنه وشوه.

په هندوستان کې په یوې محکمه کې چاودنه شوې

1358682
د هندوستان د لکنهو ښار په محکمه کې چاودنه وشوه.

 

د ټایمز اف انډیا د ورځپاڼې د خبر له مخې نن پنجشنبه د فبروري ۱۳ مه د غرمې نه وروسته  د لکهنو د ښار په محکمه کې چاودنه وشوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې لږ تر لږه  ۳ تنه د مدافع وکیلان ټپيان شوي دي.

د چاودنې نه وروسته پولیس سیمې ته راورسیدل  او سیمه يي محاصره کړه. همداشان پولیسو د پيښې په سیمه کې  د ۳ نورو بمونو د موندلو نه خبر ورکړی دی.

د پيښې په اړه نور جزیات به وروسته وړاندې شي. 


پيوندونه: #چاودنه , #هندوستان

اړوند خبرونه