فیلیپین د امریکا سره د میلمه ځواکونو تړون لغوه کړ
فیلیپین هغه تړون چې له مخې پدې هیواد کې امریکايي سرتیرو موجودیت ته زمینه برابره کړې وه لغوه کړ.
د فیلیپین د بهرنیو چارو وزیر تیودورو لوکسین د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو سره يي د میلمه ځواکونو تړون لغوه کړ او پدې اړه د امریکا سفارت ته خبر هم ورکړ شوی دی.
هغه ویلي دي چې دا تړون د فیلیپین د ولسمشر رودریګو دوترتي په امر لغوه شوی دی.
فیلیپیني چارواکیو بیا ویلي دي چې د نوموړي تړون د لغوې خبر واشنګټن ته د رسیدو نه په اعتبار سره ۱۸۰ ورځې وروسته له اعتباره ساقدیږي. پدې موده کې کیدای شي چې دواړه خواوې له سره په تفاهم ورسیږي او د تړون د دوام پریکړه وکړي.
د ویلو ده چې د فیلیپین ولسمشر دوترته د امریکا لخوا د نوموړي هیواد د امنیې پخوانی قومندان او اوسني سناتور رونالد دیلا روزا د ویزې د لغوه کولو نه وروسته امریکا ته خبرداری ورکړی وو که چیرې دا مسئله حل نکړي د امریکا سره به د میلمه ځواکونو تړون لغوه کړي.
د ویلو ده چې سناتور دیلا روزا په ۲۰۱۶ کال کې کله چې ولسمشر دوترته د ولسمشر په ټوګه وټاکل شو د هغه لخوا د نشه يي توکو پر خلاف د پیل شوو عملیاتو مشري په غاړه درلوده.
پدې عملیاتو کې ۴۹۹۹ تنه وژل شوي دي او د څه باندې ۵۰۰ دولتي مامورینو په ګډون ۱۶۱ زره ۵۸۴ تنه نور نیول شوي دي.