روسیه : اسراییلو یو ځل بیا د یوې مساپر وړونکې الوتکې امنیت د خطر سره مخ کړ
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې اسراییلو یو ځل بیا د یوې مساپر وړونکې الوتکې امنیت چې ۱۷۲ تنو پکې سفر کولو د ګواښ سره مخامخ کړ او الوتکه بیړني ناستې ته اړ شوه.
1354868
د روسیې د دفاع وزارت ویاند خبري غونډې ته وویل چې د فبروري په ۶ مه نيټه د ماښام په ساعتونو کې اسراییلو په پلازمینه دمشق پداسې حال کې بریدونه وکړل چې څو شیبې وروسته یوه مساپر وړونکې الوتکه چې ۱۷۲ تنو پکې شتون درلود د سوریې هوايي حریم ته داخله شوه. الوتکه د بریدونو له امله د سوریې د حمیم په پوځي هډه کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوه.
ویاند ویلي دي لږ پاتې وه چې الوتکه د سوریې د دافع هوا سیستم لخوا وویشتل شي.
د ویاند په وینا اسراییل د سوریې د دافع توغندیو د مخنیوي په خاطر تل د مساپروړونکو الوتکو نه د سپر په توګه کار اخلي.
روسیې اسراییلو ته ډیر سخت خبرداری ورکړ.