په ایټالیا کې ریل ګاډي د پټلۍ نه د وتو په پیښه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ایټالیا کې یو ګړندی  ریل ګاډی  د پټلۍ نه د وتو په پیښه کې  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

1354397
په ایټالیا کې ریل ګاډي د پټلۍ نه د وتو په پیښه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د ایټالیا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نن  د سهار په وختي ساعتونو کې  د ایټالیا د میلانو او سالیرنو  د ښارونو ترمنځه  سفر کوونکی ریل ګاډی  د میلانو ښار ته نږدې د لودي په سیمه کې  د پټلۍ نه خارج  شو چې په نتیجه کې ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ او څه باندې  ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

د پیښې نه وروسته  د میلانو ښار ته غځیدلي  د ریل ګاډي پټلۍ  د ټرافیک پر مخ وتړل شوې .

د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دی.

د پیښې لامل معلوم ندی. پولیسو د پيښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي. 


پيوندونه: #ریل ګاډی , #ایټالیا

اړوند خبرونه