ټرمپ : غواړم د افغانستان نه خپل سرتیري هیواد ته راستانه کړم

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې غواړي په افغانستان کې خپله اوږده  جګړه ختمه کړي او امریکايي سرتیري هیواد ته راستانه کړي.

1353486
ټرمپ : غواړم  د افغانستان نه خپل سرتیري هیواد  ته راستانه کړم

 

د امریکا ولسمشر ټرمپ  تیره شپه  ولس او کانګرس ته په خطاب خپله کلنۍ وینا کې  وویل چې غواړي په افغانستان کې روانه  دا اوږده  جګړه  ختمه کړي. هغه وویل چې 

"  مونږ  کار کوو  چې  افغانستان کې  د امریکا  روانه اوږده  جګړه ختمه کړو او خپل  سرتیري هیواد ته راستانه کړو. "

ټرمپ وویل چې  نور په افغانستان کې د سلګونو او زرګونو تنو  وژنه لیدلی نشي ځکه چې  ډیری  دا کسان  بې ګناه دي.

هغه وویل چې دا زمونږ دنده نده چې د قانون پلي کوونکي په توګه نورو هیوادونو ته خدمت وکړو.

د امریکا ولسمشر ټرمپ  د طالبانو سره  د سولې مذاکراتو نه  د خپل حکومت د سترې لاسته راوړنې په توګه یادونه وکړه او وویل چې  طالبانو سره د سولې مذاکراتو ژمن  دی.



اړوند خبرونه