په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاین چې ۹ میاشتې به دوام وکړي نن پیلیږي.
په امریکا متحده ایالتونو کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر په ۳ یمه نیټه ترسره کیدونکو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره مقدماتي ټاکنې نن په لاوا ایالت کې رسمآ پیلیږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د راتلوونکې دورې لپاره د خپلې څوکۍ او مقام د حفظ په خاطر د خپل وس او توانه پورې کار کوي په مقابل کې ډیموکراټ ګوند ټرمپ د سپینې ماڼۍ نه د شړولو په خاطر هیوادوالو ته د قناعت ورکولو په خاطر اوږد مزل ته تیاری نیسي.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د لانجې تر سیورې لاندې پیلیږي خو کارپوهان بیا وايي په امریکا کې اقتصادي فکتورونو د ټرمپ تله درنه کړې ده .
په جمهوریتپاله ګوند کې په مقدماتي ټاکنو کې هم ټرمپ رقیب نلري. ګمان کیږي چې ټرمپ ددې ګوند یواځنی نوماند وي.
په ډیموکراټ ګوند کې بیا د ولسمشرۍ د نوماندۍ په خاطر د ۱۱ تنو ترمنځه مقدماتي سیالۍ دوام لري.
د ډیموکراټ پدې سیالۍ کې بیا پخوانی ولسمشر جو بایدن، د ویرمونت سناتور برني سندرز او ماساچوست سناتوره الیزابط وارن تر ټولو مخکې ښکاري.