په ایټالیا کې یوه ستره سیاحتي کښتۍ قرنطین کې ونیول شوه

په ایټالیا کې  یوه  لویه سیاحتي  کښتۍ چې ویل کیږي ۷۰۰۰ تنه پکې  سپاره دي  د کرونا ویروس  په شک  قرنطین شوه.

1350416
په ایټالیا کې یوه ستره سیاحتي کښتۍ قرنطین کې ونیول شوه

 

پدې کښتۍ کې ۳۰ تنه د ترکیې وګړي هم  شتون لري.

د ایټالیا د پلازمینې روم نه د ترلاسه شو معلوماتو له مخې  کښتۍ  پلازمینې روم ته نږدې  د چیویتاوکیا  په بندر کې  قرنطین  شوې ده.

ویل کیږي  پدې کښتۍ  کې  یوې چینايي  جوړې شتون درلود چې  په میرمن کې  تبه او تنفسي  ستونزه  پيدا شوې ده .

کله چې ډاکټرانو  هغه معاینه کړه په هغې کې د کرونا ویروس  تشخیص  شو. په میړه کې ویروس  ندی  تثبیت شوی.

کښتۍ  په ټولو برخو کې د روغتیايي پرسونل  لخوا  څیړنې پیل شوي دي .

ویل کیږي نوموړې کښتۍ  د مارسیلیا، بارسلونا او ماریوکا  نه وروسته روم  ته  راغلې ده.



اړوند خبرونه