د امریکا د الاباما په ایالت کې په یو بندر کې په کښتیو کې اورلګیدنې ګن شمیر کسان وژلي
د امریکا متحده ایالتونو د الاباما په ایالت کې د سمندر په بندر کې په کښتیو کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1348813
د سیمې د اور وژنې د ادارې یو تن چارواکي ګین نکولس خبري رسنیو ته ویلي دي چې د الاباما په ایالت په بندر کې د ولاړو کښتیو نه په یوې کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې په چټکۍ سره اور لمبې نورو کښتیو ته خورې شوې.
چارواکي ویلي دي چې د اورلګیدنې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې خو د اور وژنې د ډلو تر رسیدو پورې ګن شمیر کښتیو اور اخیستی وو.
هغه وویل چې پدې پیښه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او لږ تر لږه ۳۵ کښتۍ سوځیدلي دي.
د اور لګیدنې لامل تر اوسه پورې نامعلوم دی خو د ژغورنې د چارو په کامله توګه د پایته رسیدو نه وروسته به د اورلګیدنې د لامل د موندولو په خاطر په تحقیقاتو پیل وشي.